د فاریاب ولایت د قره شیخې ستراتیژیکې سیمې سقوط وکړ
د فاریاب ولایت د خواجه سبز پوش ولسوالۍ د قره شیخې سیمې تیره شپه د ۱۰ بجو په شاوخوا کې سقوط وکړ.
سیمه ایزو سرچینو خاور میانه خبرې اژانس ته ویلي دي چې د خواجه سبز پوش د ولسوالۍ د قره شیخې د ستراتیژیکې سیمې یو د اردو بیز او څلور پوستې د شپې په لس بجو سقوط وکړ او یو زیات شمېر وسایط ،وسلې او مهمات د طالبانو لاس ته لویدلي دي.
طالبان وایي د اردو ۶ سرتیري یې وژلي ،۴ تنه یې نیولي او ۴ د اردو او سرحدي پولیسو ټانګونه،یو هاوان،یوه پیکا،۴ میله مختلفې وسلې او په زرګونو مرمۍ یې لاسته راوړي دي.
مګر یوه سیمه ایزه سرچینه وایي چې د طالبان څو جسدونه یې لیدلي دي چې له ځانه سره یې انتقالول.
د فاریاب ولایتي مقاماتو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د وسلوالو طالبانو ترهګرې ډلې د افغانستان په شمال کې بریدونو ته زیاتوالی ورکړی دی او د څو ورځو راپه دیخوا د شمال ولسوالۍ یوه له بلې پسې سقوط کیږي چې تیره ورځ د غور ولایت د اوشان د کلي د سقوط کیدو خبرونه هم خپاره شوي وو.
په همدغه حال کې ویل کیږي چې د بغلان ولایت د تاله او برفک ولسوالي څو ورځې وړاندې د طالبانو د تروریستي ډلې لاسته لویدلي ده چې لا تراوسه هم نښتې دوام لري او امنیتي ځواکونه نه دي توانیدلي چې ددې ولسوالۍ کنټرول په لاس کې واخلې.