وسله والو طالبانو په کندهار ولایت کې د سړک جوړونې د یوه شرکت ۳۳ کارکوونکي له ځان سره وړي دي.

د کندهار سیمه ایزو چارواکو خبر ورکړی دی چې د طالبانو ترهګرې ډلې تیره ورځ( سرطان ۱) ددې ولایت د جنوب څخه د سړک جوړونې د یوه شرکت ۳۳ کار کوونکي تښتولي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې، د کندهار د والي ویاند داوود احمدي ویلي دي چې تیره ورځ د طالبانو ډلې د سپین بولدک په سیمه کې د سړک جوړونې په یوه شرکت برید کړی دی او ددغه شرکت ۳۳ کارمندان یې له ځانه سره وړي دي.

د کندهار د والي د ویاند د خبرو پر بنیاد د تښتول شویو په ډله کې ۱۳ تنه انجینران او ددغه شرکت ۲۰ تنه ساتونکي شامل دي او لږ تر لږه د امنیتي ځواکونو څلور تنه هم وژل شوي دي.

ویل کیږي چې ټول تښتول شوي افراد د افغانستان اتباع دي ، د وسله والو طالبانو ډلې لا تر اوسه ددې پیښې په اړه څه نه دي ویلي. دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې هم د طالبانو ترهګرې ډلې په بغلان ولایت کې د بریښنا ۷ تنه هندي انجینران او یو د افغانستان اوسیدونکی انجینر تښتولی وو.

د راپورونو پر اساس په هیواد کې د ترهګریزو ډلو او غیر مسووله وسلوالو ډلو لخوا په شرکتونو بریدونه او د هغوې د کارمندانو تښتونه ددې لامل شوي ده چې د نړیوالو شرکتونو کارونه کمرنګه شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *