د محمد بن سلمان دوسیه د فرانسې جنګې محکمې ته سپارل شوي ده

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان،د دوشنبې په ورځ( وری ۲۰) د فرانسې څخه د لمړي ځل لپاره د لیدني رسمي جریان پیل شو چې،د یوې کیفري دوسیې په تور یې د بشر حقوق تر پښو لاندې کړي وو او په یمن کې د یوې شکنجې سره مخ شو.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې ،د هغه شکایت له مخې چې په فرانسه کې د حقیقي خلکو سره په ګډه ددوه مشهور وکیلانو لخوا چمتو شوی وو، د دوشنبې په ورځ د ” بشري جنایتونو” په مرکز کې جنګي جنایتونه د پاریس په محکمه کې راښکاره شوي دي.
د سعودی د تاج او تخت وارث محمد بن سلمان ” په شکنجه ورکولو او نورو بې رحمانه ،غیر انساني او سپکونکو کړنو کې په ګډون تورن کړی دی.
د پاریس د ژوزف برهام او حکیم چرګي په نومونو دوه وکیلان د یمن د بشر د مدافعو حقوقو د انجمن د نماینده حسن طاها له لورې ددغې دوسیې زیمه واري پخپله غاړه اخیستي ده.
دغه شکایت په جګړو د وران شوي یمن چې د شروع کیدو یې درې کاله تیریږي او د محمد بن سلمان مسولیتونه د هغې په ښکیلتیا کې لاس لري او په دې عقیده دی چې د نوموړي د قدرت څخه د ناوړه ګټې اخیستني له وجې په یمن کې په زرګونو غیر نظامیان قرباني شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *