اروپایي ټولنې په ۲۸ مثبتو رایو سره د ایران څخه خپل ملاتړ اعلان کړ

د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مسوول د اروپا د مشرانو تر مینځ د یوې ناستې په جریان کې وویل دې اتحادیې په ۲۸ مثبتو رایو سره د تړون په تصویبولو کې د ایران څخه خپل ملاتړ څرګندکړی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې ، ویل کیږي چې فدریکا موګریني د اروپایي ټولنې د مشرانو د یوه دوه ورځنۍ ناستې په اوږدو کې اعلان وکړ چې دې اتحادیې په ۲۸ مثبتو رایو سره د تړون په تصویبولو کې د ایران څخه خپل ملاتړ څرګند کړی دی او تر دوه نورو ورځو پورې به ددې ملاتړ غونډې ګټې د ایران دولت ته تسلیم کړل شي.

هغه زیاته کړه چې د بلغارستان هیواد په دغه غونډه کې یواځینی هیواد وو چې منفي رایه یې وکاروله. د یادونې وړ ده چې انګلستان او المان ددې ملاتړ غونډې چمتو کوونکي وو او ددې ګډ ملاتړ پر اساس د اروپا د پانګې اچوني بانک باندې لازم شوي دي چې د ایران ملاتړ وکړې.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *