د لمړې ځل لپاره یوه ښځه د ایټالیا د سنا مجلس رییسه شوه

د ايټالیا د قانون جوړونکي اتلسمي دورې رییس د پارلماني ټاکنو د بریالیو کسانو تر منځ د څو ورځو شخړو څخه وروسته معرفي شوه.
د ښې لاسي درمیانه نوماندانو څخه ماریا الیزابتا کازلاتي د ۲۴۰ رایو په تر لاسه کولو سره د سنا مجلس لمړنۍ ښځینه رییسه او ‘ روبرتو فیکو’ د جنبش۵ له نوماندانو څخه د ۴۲۲ رایو په تر لاسه کولو سره د استازو د مجلس د رییس په توګه وټاکل شو.
د ایټالیا اتلسم پارلمان( له دوه مجلسونو استازو او سنا څخه جوړ شوی دی) چې استازي یې ددې هیواد په جمهوري تاریخ کې د ځوانانو څخه شمېرل کیږي،لمړنۍ رسمي ناسته یې د تیرې ورځې د پارلماني رییسانو د ټاکلو څخه پیل کړه چې تر نن ورځې پورې یې دوام وموند.
د ايټالیا د پارلمان ډیرې استازو او سناتورانو تغییر کړی دی او په منځني ډول یې د تیرې دورې څخه عمر پینځه کالونو ته کموالي پیدا کړی دی.د ایټالیا د استازو د مجلس ځوان ترین غړی ۲۵ کاله عمر لري او د ښې لاسي ‘ یووالي’ ګوند څخه دی.هغه د قانون جوړونې ددې دورې د ځوانو استازو د بیرغ اوچتونکي په توګه شتون لري.
دوه ګوندونه پوپولیستي’پیوند’او ‘۵ ستوری’ چې د ايټالیا په سیاسي انتخاباتو کې د اوچتو رایو سره د نصاب حد ته د رسیدو پرته اکثریت لاسته راوړی دی، له دې وړاندې د پارلمان د نوې دورې د ریسانو په همغږۍ سره قانون جوړوني ته رسیدلی دی.
د پنج ستاره ګوند له لومړیو څخه د استازو د مجلس د ریاست غوښتونکی او د ښې لاسو منځنیو ائتلاف د سنا د مجلس د ریاست غوښتونکي وو چې له څو ورځو شخړو وروسته پایلې ته ورسیدل.
اوس د پارلمان د ټاکل شویو رییسانو په پاملرنه د راروان ۲۸مارچ څخه تر ۳۱ مارچ پورې(د وري له ۸ تر ۱۱ پورې) به د ایټالیا د پارلمان لمړنی وزیر له خپل مقام څخه استعفا وکړي او د اپریل د میاشتې د پیل وړاندې د جمهوري ریاست د مشاورینو سره د پارلمان د مختلفو ډلو څخه د نوې دولت د جوړیدو سره به چې د دوه مجلسونو سنا او استازو مجلسونو څخه د اعتماد رایه تر لاسه کړي پیل شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *