ترکیې الوتکه د کیناستو پر مهال ټوټه ټوټه شوه

د استانبول ښار په هوایي ډګر  کې د ترکیې یوه مسافر وړونکي الوتکه د ناستې پر مهال ټوټه ټوټه شوه او د درې تنو ژوند یې واخیست.

د خاورمیانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،دغه پیښه وړمه شپه د استانبول په هوایي ډګر کې رامنځته شوي ده.

په دې پیښه کې د«پګاسوس» په هوایي ډګر کې د کیناستو پر مهال ټوټې ټوټې شوه.

د ترکیې پولیس وایي چې په دې پیښه کې د الوتکې درې تنه سپرلیو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۷۹ تنه ټپیان شوي دي.

دغه الوتکه چې ۱۷۷ مسافر او ۶ تنه خدمه یې درلوده د پګاسوس هوایي شرکت اړوند وه چې له «ازمیر» څخه یې الوتنه کړې وه مګر د هوا د خرابوالې له امله یې پیلوټ ونه توانیده چې رنوۍ کرښه وساتي او د ځمکې پرمخ د ۵۰ څخه تر ۶۰ مترو پورې د ۳۰ متره په ژوروالي یوې کندې ته وغورځیدله.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *