په زرګونه د پخواني شوروي اوسیدونکي اوس مهال په سوریه کې له داعش سره یوځای شوي
د روسیې لومړي وزیر دیمیتري میدویدوف په خپله یوه تلویزیوني مرکه کې ویلي، په زرګونه د پخواني شوروي اوسیدونکي اوس مهال په سوریه کې له داعش سره یوځای شوي او د روسیې پر وړاندې جنګیږي.
ديميتري ميدويدف- “زه فکر کوم تاسو به په دې پوهیږۍ چې د پخواني شوروي اتحاد په زرګونه اوسیدونکي اوس مهال د داعش په ګټه جنګیږي، په زرګونه دپخواني شوروي اوسیدونکي له داعش سره یوځای شوي او پّ سوریه کې په جګړه بوخت دي.”
د روسیې حکومت د تیر کال دسمبر میاشتې راهیسې د سوریې پوځونو په ملاتړ د وسله والو مخالفینو په پلویتوب په هوایي بریدونو لاس پورې کړی او د سوریې دولت وسله والو مخالفینو په ماته کې یې مهم رول لوبولی دی. ویل شوي چې د پخواني شوروي اتحاد درې زره اوسیدونکي اوس مهال له داعش سره یوځای شوي او په سوریه کې د سوریې او روسیې پر وړاندې په جګړه بوخت دي.