د یو شیعه ځوان مور او پلار

د یو شیعه ځوان مور او پلار

د یو شیعه ځوان مور او پلار وایی چې زوي یي د محمد مهدي په نامه چې په شجاع مشهور دي ۱۶ میاشتي وړاندي د پوځی وسله والو له لوري نیول شوي ، او له هغه مهاله چې زمونږ زوي د وسله والو پوځیانو له لوري ونیول شو ۱۶ میاشتی تیریږي خو د نوموړي هیڅ خبر ندي ترلاسه شوي.

د یو شیعه ځوان محمد مهدي چې په شجاع مشهور دي مور او پلار يي وایی نوموړي ۱۶ میاشتی وړاندي د وسله والو پوځیانو له لوري نیول شوي ، د دي ځوان مور او پلار په کراچې کې یوي خبرناستي ته وویل: زمونږ زوي ۱۶ میاشتي وړاندي د وسله والو پوځیانو له لوري نیول شوی او تردي مهاله له خپل زوي څخه هیڅ خبر نلرو او نه مو هم پوځیان پریږدي چې له خپل زوي سره یوځل وګورو.

د ده شیعه ځوان مور او پلار د پاکستان له لومړي وزیر نواز شریف ، پوځ مشر جنرال راحیل شریف، د دي هیواد وزیر چودری نثار علی خان، دسند ایالت سر وزیر سید مراد علی شاه ، د سند ایالت له فضائیه قوه ، او د وسله وال پوځ امنیه قومندان میجر جنرال بلال اکبر څخه غواړي ترڅو د دوي زوی له بند خوني څخه آزاد او خوشي کړي.

د ده نیول شوي ځوان مور چې ژاړي د دي هیواد له سیاسی او پوځی چارواکو څخه هیله کوي ترڅو د دوي زوي محمد مهدي چې شپاړس میاشتی وړاندي د کراچې په سوسایتی سیمه کې نیول شوي بند خوني څخه آزاد کړي او دوی ته ووايي چې نوموړي یي په څه جرم بندي کړي دي.

نوموړي وایی، پوځی وسله وال باید مونږ ته ووايي چې د دوي زوي یی په کوم جرم تر دي مهاله په بند خونه کې ساتلي.دا په داسی حال کې ده چې دغه پوځیان د اساسی قانون له مخي نشي کولي چې تر ۹۰ ورځو زیات کوم بندي په خپله بند خونه کې وساتي.

د بندي ځوان پلار ښاغلي جغفر مهدي د دي هیواد له سیاسی او پوځي چارواکو څخه غواړي تر څو د دوي زوي ژر ترژره پوري له بند خوني څخه آزاد شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *