د سوريې په حلب ښار کي جگړې ته زور ورکړل شوی دی
د سوريې په حلب ښار کي جگړې ته زور ورکړل شوی دی په ورته حال کي د روسيې لومړي وزير ويلي په زرگونه پخواني شورویان له داعش سره يوځای شوي او په سوريه کي د روسيې او سوريې پر وړاندې په جگړه بوخت دي
د سوریې حلب ښار په ختیځ کې جګړې ته یوځل بیا زور ورکړل شوی دی. په تیرو ورځو کې د سوریې او روسیې له لوري په ډې سیمه کې یو اړخ اوربند رامنځ ته شوی وو ترڅو له دې سیمې وسله وال او ملکي کسان ووځي، خو د دولت وسله وال مخالفین نه یواځې چې له دې سیمې ووتل بلکې ملکي کسانو ته یې هم د وتلو اجازه ورنکړه.