البغدادی: د اسلامي دولت ځواکونه د د ترکیې پر صلیبیانو برید وکړي او ورځ یې د شپه کړي

البغدادی: د اسلامي دولت ځواکونه د د ترکیې پر صلیبیانو برید وکړي  او ورځ یې د شپه کړي

بغدادي له خپلو  جنګیالیو غوښتي ترڅو بریدونو ته دوام ورکړي. له دې چې عراقي سرتیرو د موصل په برخه کې پرمختګ کړی د داعش مشر ابوبکر بغدادي د پنجشنبه په ورځ له ډيرې مودې چوپتیا وروسته خپل یو غږیز پیغام خپور کړی دی.

په دې پیغام کې بغدادي ویلي:

زمونږ پر وړاندې د نړیوال ایتلاف رامنځ ته کیدل، زمونږ د قدرت او ځواک او همدارنګه د ریښتینې لارې د تګ ښکارندویي کوي، دا بریدونه چې رامنځ ته کیږي زمونږ د پیاړتیا لامل به شي.

(د عراق اهل سنت ته د خطاب) ستاسو مشران ستاسو پر وړاندې تاریخي خیانت کړی. د حلب حالت ووینئ.

(په عربستان کې د داعش پلویانو ته خطاب) هر امنیتي سرتیری او پولیس په نښه کړئ.

ترکیه مرتده ده په هره وسیله چې کیږي باید پرې برید وشي او آرامښت یې له منځه یوړل شي.

(په لبیا کې د داعش پلویانو ته خطاب) تاسو د دښمن نقشه له منځه یوسئ اوس دوی له تاسو هم کمزوره دي او د له منځه تلو په حال کې دي.

(د داعش برهنیو پلویانو ته خطاب ) که نشی کولای سوریې او عراق ته لاړ شی د لیبیا لور ته مخه کړئ.

لرې پراته ولایتونه د دولت ستنې دي. د خپلو ولایتونو مشرانو ته غوږ شئ داسې اوسئ لکه ددوی پرستش چې کوی.

اخوان المسلیمین په ریښتینې توګه داسې دي لکه اخوان الشیطان او د لویدیځ د لاس پوځو په ډول پر اسلامي دولت د برید وسیله ګرځیدلي.

له دې سره بغدادي له داعشیانو غوښتي ترڅو خپلو بریدونو ته دوام ورکړي او د جګړې له ډګره ونه تښتي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *