د سوریې ترهګرو ته د امریکا لخوا د اسلو د مرستو کشف

په تازه ریپوټونو کې د سوریې په حلب ښار کې د النصره ترهګرې ډلې ته د امریکایی پرمخ تللو اسلو  انبار کشف شوي دي، یوې امریکایی کښتې ۱۷۰۰ امریکایی او غربې اسلې د النصره ډلې ته ورکړې دي.

156085

د خاورمیانه ریپوټونو پر بنسټ،د روسیې ملي ټلویزیون دوهمې شبکې په خپل ریپوټ کې ویلې دي چې د النصره ترهګرې ډلې د سوریې د پوځ ورستیو بریدونو له کبله په خپل ورستی شاه تګ کې ندي توانیدلي چې د اسلو لوی انبار تخلیه کړي.

په دې ریپوټ کې راغلې:د امریکایی او غربې وسلو یو لوی انبار  په هغو ځمکنې او هوایی عملیاتو کې چې ترې کار اخیستل کیږې شامل دي آن تر دې چې یو شمیر هدایت کیدونکي هوایی توغندي هم پکې شامل دي.

د یاد ریپوټ له مخې،(د جون په ۲۱) د یادو اسلو یوه برخه د اردن په عقبه بندر کې خالې شوي وو او  ترهګرو ته سپارل شوي وو.

ترهګرو ورسته له هغه چې اسلې یی ترلاسه کړل چې د هغو زیات شمیر امریکایی دي،د غرب لخوا ورکړل شوې توکي په سوریې کې تر خپل ولکې لاندې سیمو ته لیګدوي.

په دې انبار کې اعلان شويو توکو کې،راکټ اچونکی،د ټانګ ضد توغندې،هغه هدایت کیدونکې توغندې چې خپله موخه ولې،یو شمیر تاو او همداشان د امریکا او غرب جوړ شوي زیات شمیر مهمات او نارنجک پکې شتون لري چې فهرست شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *