آسانژ: امریکا او عربستان د ترکیې په ناکامه کودتا کې لاس درلود
د ویکې لیکس سایټ بنسټ ایښودنوکي د ترکیې په ناکامه کودتا کې د امریکا او عربستان له لاس درلودلو څخه خبر ورکړ.
جولیان آسانژ د هغې مصاحبې په ترڅ کې چې د راشا تودي نومې روسیې شبکې سره یی درلوده وویل: د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوګان د امریکا ولسمشریزو ټاکنو په اړه اندیښمن دي.نوموړې همداشان د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د هیلري کلنټن نقش په اړه وویل چې د فتح الله ګولن د ډلې غړي د کلنټن د اصلې ملاتړو څخه دي.
آسانژ په دې وینا کې همداشان افشا کړه چې د ترکیې ناکامه کودتا د هیلري کلنټن په مرسته او د عربستان او امریکایی رسنیو په ملاتړ ترسره شوې وه. ده همداشان وویل چط په آلمان کې د اردوګان د پناه غوښتنې اعلان د امریکا د پوځ سرچینو لخوا شوی وو ترڅو د کودتا کونکو موضع پیاوړې شې.