سعودیانو د یمن په جګړه کې خپله ماته ومنله

د عربستان یوه ورځپاڼه لیکونکې عبدالرحمن الراشد په یمن کې د سعودې ایتلاف په مشرې د ماتې په غوړو اعتراف وکړ.

۴.۱

د العربیه ټلویزیون پخوانې مشر عبدالرحمن الراشد په دې مقاله کې لیکلې:د انصارالله توپ خونې د سعودې کلیو ته نږدي شوي دي او د ایتلاف پوځ د دې توان نلري چې صنعا ته د ننه شي او د یمن جګړه به تر ۱۵ کلو دوام وکړې.نوموړي د عربستان په مشرې د په یمن کې جګړه په افغانستان کې د امریکا جګړې سره تشبیه کړه چې ۱۵ کاله یی دوام وکړ او وویل:افغانستان او یمن د ناهمواره او صعب العبور ځمکو په درلودلو او د قبایلو د نقش دلودلو او د بهرنیانو د مداخلې له کبله یو بل ته ورته والی لري.نوموړي د سعودې ایتلاف څخه وغوښتل چې د دې ته دې پام وکړې چې د یمن سوله نیږدې نده نو باید د حل لاره پیدا کړې ترڅو د هغه پر اساس د یمن مستعفی دولت د آزاد شویو سیمو او د نفوذ وړ سیمو کې د امکان وړ وګرځوي.

نوموړي لیکلې:سره له دې چې د یمن پخوانې ولسمشر علي عبدالله صالح او د حوثي یانو ډلې سولې ته د رسیدو لپاره سخت شرایط ایښې دي،د یمن جګړې او بحران ته او سولې د رسیدو کار مردود دي.هغه زیاته کړه چې ګمان نه کوم چې د یمن بحران به حل شې مګر دا چې حوثیان تسلیم شې چې دا کار هم کیدونکی ندی.په همدې توګه په ریاض کې هم هیڅوک ګمان نه کوي چې په حاضر حال کې به د یمن سیاسې بحران ته د حل کومه لاره شتون ولري او دا جګړه به ژر پاي ته ونه رسیږې.

یوه عربستانې ماته وویل چې د عربستان جګړه به تر دریو کلو پورې پای ته ونه رسیږې او مونږ باید د ځان ژغورنې لپاره ځان ته خندق جوړ کړو.نوموړي وویل چې یمن زمونږ ګاونډی هیواد دی او خلک یی هم زمونږ سره آشنا دي نو نشو کولې چې د صنعا څخه قبرستان جوړ کړو او هیڅ هم دا نه غواړې چې د راتلونکي نسل په ذهن کې کینه رامنځ ته کړې بریا ته رسیدل ښه کار دی خو له دواړو لورو او په کمو پیسو.

هغه زیاته کړه:د حوثیانو جګړه له صنعا څخه اوس د عربستان مرزې کلیو او غرنیو سیمو ته رسیدلې ده او د هغه له کبله په ۱۰۰ ګونه کسان وژل شوي دي.عربستان د ۱۳۹۴ کال په حمل میاشت کې د امریکا په ملاتړ او د یمن هیواد د پخوانې ولسمشر عبد ربه منصور هادې واک ته د رسولو په بهانه په دې هیواد د ایتلاف جوړولو ورسته هوایی تیری پیل کړ.دې تیر پرته له دې چې ۷ زره میرمنې او ماشومان یی په بی رحمه توګه ووژل او په لګونه زره کسان یی ټپیان کړل او په سل ګونه زره کسان یی بیځایه کړل.

د دې بریدونو په ترڅ کې تر ۸۰ سلنې زیات خدمتې،زدکړې،روغتیایی او روغتونونه،د خوراکې توکو انبار،د خلکو کورونه او مدرسې ویجاړ شوي او د دې هیواد وکړې د هوایی،ځمکنې او سمندریز محاصرې په ترڅ کې په بحرانې شرایطو کې اوسیږې.د عربستان رژیم د نړیوال سازمان لخوا په یمن کې د ۶۰ سلنه ماشومانو وژلو او د غیرې نظامې ځایونو او ښارونو بمبارد باندې تورن کړل.له دې جګړې یو نیم کال تیریدو ورسته نه یوازي دا چې د سعودیانو کومه موخه لاس ته نده راغلې چې يه یمن کې یی د انصارالله ډلې شتون هم نه منلو،او بیا په زیات ټینګښت له انصارالله سره د سولې مذاکرې ته کیناستل.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *