د امریکا په کالیفرنیا کې په ډزو کې دوه تنه ووژل شول

د امریکا د کالیفرنیا ایالت په یوه لوې پلورنځي کې د ډزو په پایله کې دوه تنه ووژل شول.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې د ډزو دغه پیښه تیره شپه د کالیفرنیا ایالت د «رد بلاف» ښار د خرڅلاو په یوه لوې مرکز کې رامنځته شوي دي.

عیني شاهدانو نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي دي چې په دې پیښه کې د ۵۰ څخه تر ۶۰ پورې ډزې شوي دي.

په راپور کې راغلي دي چې ددې ډزو له وجې ۲ نفر وژل شوي او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.

پولیس توانیدلي ترڅو ډزې کوونکې شخص هدف او له پښو وغورځوي.

لا تر اوسه ددې پیښې علت او انګیزه مالومه شوي نه ده.

په امریکا کې د ډزو پیښې یو له هغه مواردو څخه دي چې زیات خلک یې قرباني شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *