د هلمند ولايتي شورا: که امنيت ښه نه شي، نو ولسونه به د دولت له ملاتړه لاس واخلي

د هلمند ولايتي شورا: که امنيت ښه نه شي، نو ولسونه به د دولت له ملاتړه لاس واخلي

   د هلمند د ولايتي شورا مشر محمدکریم اتل: په دې ولايت کې لويه ستونزه د امنيتي ځواکونو ترمنځ نه همغږي او د اوږده واټن شته والی دی.

د هلمند ولايتي شورا وايي، که مرکزي حکومت د دې ولايت امنيت ته پاملرنه ونه کړي ولسونه به د دولت ملاتړ پرېدي.

دوی همدا راز وايي، چې په دې ولايت کې د امنيتي ځواکونو ترمنځ نه همغږي د ناامنيو د پراختيا لامل شوې، خو دولتي چارواکي يې په وړاندې غوڅ ګامونه نه اخلي.

په همدې حال کې یوشمیراوسیدونکي او مدني فعالان بیا د دې ولايت په شمالي سيمو کې د نشه يي توکوکاروبار، د داعش ډلې پېدا کېدل او ځينې نورې ستونزې د وروستيو نا امنيولامل بولي.

د هلمند د ولايتي شورا مشر محمدکریم اتل نن یکشنبه د مې ۳۱مه نېټه د یوشمېر سیمو د اوسیدونکو سره له لیدنې وروسته رسنيو ته وویل، چې په دې ولايت کې لويه ستونزه د امنيتي ځواکونو ترمنځ نه همغږي او د اوږده واټن شته والی دی.

هغه وایي، که پوليس له وسله والومخالفينوسره په جګړه کې ښکيل شي ملي اردو يې مرسته نه کوي اوکه ملي اردو له ورته عمل سره مخ کيږي پوليس يې ملاتړ ته نه دانګي.

د ولایتي شورارییس محمد کریم اتل وایي، په ولسواليو کې د پوليسوتشکيل هم کم دی په داسې حال کې چې ډير وخت همدا پوليس له وسله والومخالفينو سره جګړه کوي.

هغه له مرکزي دولت څخه وغوښتل، چې په دې ولايت کې روانو حالاتو ته ډېره پاملرنه وکړي.

نوموړی خبرداری ورکوي، چې که دولت اقدام ونه کړي، نو دا چاره به د ولس او دولت ترمنځ لوی واټن رامنځ ته شي.

اخوا په ياد ولایت کې ځينې مدني فعالان او دسیمو اوسیدونکي وايي، اوس د هلمند په شمالي ولسواليو کې هره ورځ سختې جګړې رامنځ ته کيږي خومسؤلين يې پر وړاندې پريکنده ګام نه پورته کوي او په وينا يې همدا لامل دی، چې ورځ تر بلې د ناامنيو لمن پراخيږي.

د دوی په وينا، مسولين د امنيت له پاره قوي امنيتي پلان نه لري او يو د بل نيمګړتياوې هم نه راپورته کوي، چې هروخت د عملياتود پای ته رسېدوسره سم سيمې بېرته وسله والو مخالفينو نيولې وي.

خود هلمند امنيه قومانداني د همغږۍ نشتوالی نه مني اووايي، چې د هوا په تودېدوسره وسله والو خپل فعاليتونه زيات کړي، خو په وينا يې دوی پر وړاندې جدي تدابیر نيولي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ویل کیږي د هلمند په شمالي ولسوالیو کې له تېرو څو میاشتو راهیسې د دولت وسله وال مخالفان پر یوشمیرسیمو بریدونه کړي او د بريدونو په پایله کې يې ځينې سيمې هم تر خپلې ولکې لاندې راوستي دي، خو د دوی ادعاوې بیا د لوړ پوړو امنيتي چارواکو له لوري تل رد شوي دي.

په هلمند او نمیروز کې تازه شخړې او وسله والو ته اوښتي زيانونه

راپورونه وايي، چې د هلمند او نیمروز ولایتونو په درېیو ولسوالیو کې د ملي اردو ځواکونو په مشرۍ په ترسره شويو عملياتو كې ۱۸ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د هلمند له ۲۱۵ميوند قول اردو څخه په راليږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، کوم عمليات چې د ملي اردو، ملي پوليسو او ملي امنيت سرتېرو له خوا په تېرو ۴۸ساعتونو کې د هلمند ولایت په موسی قلعه او نادعلي ولسوالیو پورې اړوندو سیمو کې چاڼیز عمليات شوي، چې په پایله کې يې ۹تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۲ نور یی ژوبل شوي دي

د سرچینې د معلوماتو له مخې د نیمروز ولایت خاشرود ولسوالۍ اړوند سیمو کې د څلورمی پلي لوا د ځواکونوله لوري یو لړ محاربوي عملیات ترسره شوي، چې په ترڅ کې یې ۲تنه وسله وال طالبان وژل شوي ،۵تنه یې ټپیان شوي او ۱تن مشکوک د ۱پایه مخابرې سره نیول شوی دی.

د ویلو ده، چې په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.

د دغو دوو ولايتونو څخه د ناامنيو خبرونه په داسې حال کې خپريږي، چې تېره ورځ ولسمشر محمد اشرف غني د یو استول شوي اخطاریه لیک په ترڅ کې پاکستان د خپلو کړو ژمنو د عملي کولو له پاره درې اوونۍ يا ۲۱ ورځې وخت ورکړی.

جمهور رییس په دغه لیک کې د پاکستاني چارواکوغوښتنه کړې، چې اسلام آباد بايد د افغان طالبانو له ملاتړ څخه نور لاس واخلي او د طالبانو د خوندي ځایونو د له منځه وړلو او په افغانستان کې د تشدد له ختمولو سره دې مرسته وکړي.

همدارنګه په لیک کې دا هم کاږل شوي، چې اسلام اباد بايد د طالبانو پسرلني عملیات په رسمي توګه وغندي.

د هېواد ولسمشر ويلي، چې اسلام اباد باید د تروريزم پر وړاندې عملیات تر حقاني شبکې وغځوي.

د افغان ولسمشر له لوري په استول شوي اخطاریه لیک کې داسې هم ویل شوي، چې پاکستان باید طالبانو ته خوندي ځايونو له ورکولو ډډه وکړي او ټپي طالبان د درملنې مخه دې هم ونیسي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *