د یمن په پلازمینه صنعا ښار کی حوثي د ډلی د « انصارالله » د پاڅونکوونکی سازمان د غړو لخوا ځلور تنه امریکایان نیول شوی دی. د خبرونو له مخی ویل کیږی، چی دری تنه امریکایان چی په یمن کی په خپل خصوصی کار بوخت وو او یو بل تن چی هم یی د امریکا او هم یی د یمن تابعیت درلود، نیول شوی دی.

د « ریا نووستی » خبری آژانس د ځایی رسنیو په حواله په دی هکله خپور شوی خبر له مخی وایی؛ وروسته له هغی چی امریکایانو په یمن کی خپل سفارت وتاړه، دغه امریکایان چی د بیلابیلو لاملونو له مخی په یمن کی پاتی شوی دی د حوثیانو لخوا نیول شوی دی. اوسمهال دوی د صنعا په یو زندان کی بندیان دی، په خبر کی زیاته شوی، چی لاتر اوسه د دوی د آزادولو په تړاو هڅی بی پایلی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *