پاکستان ته د چین ولسمشر د سفر موخې

چین او پاکستان ډيرې ژوري اړیکې لري. د چین ولسمشر(شي جین پینګ) اسلام آباد ته له سفره مخکې لیکلي وو چې ده داسې ښکاري چې د خپل ورور کره ځي. د پآکستان لومړي وزیر نواز شریف هم له ده سره له لیدنې وروسته ویلي وو، چې د دواړو هیوادونو اړیکې له غرونو لوړې، له اوقیانوسونو پراخې، شاتو غوږې او له وسپنې کلکې دي.

دا څرګندونې یواځې د دیپلوماتیکي اړیکو له مخې نه دي په ځانګړې توګه کله چې لیدل کیږي، چې چین په پاکستان کې شپږ څلویښت میلیارده ډالره پانګونه کوي او په دې پانګونې سره له ګواډر بندر څخه د چین تر سینکیانګه لاره د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې نورې هم پراخې او تینګوي.

چین له هند سره پوله ایزه ستونزه لري، هندي چارواکي دا سیمه په رسمیت نه پیژني او په نولس سوه دوه شپتم کال کې دا اختلافات د دواړو هیوادونو ترمنځ د نښتې لامل هم شول. پآکستان هم له هند سره پوله ایزه یعني ورته ستونزه لري او د کشمیر مسلې په تړاو تر اوسه دواړه هیوادونه دوه ځلې سره جنګیدلي دي. له هند سره دښمني د پاکستان او چین د نږدي کیدو لامل شوې ده.

په ګډه پوخي مانورې تر سره کوي، چین په پاکستان کې په لوړه کچه پانګونه کوي او په دې هیواد کې بنسټیزې پروژې هم د چین په مرسته رامنځ ته کیږي.

چین له پاکستان سره ګډې اقتصادي او سیاسي اړیکې لري. له ګواډر بندر ځخه د چین تر سینګیانګه د ترانیزتي لارې جوړول د دواړو هیوادونو لپاره ګتور دي. په دې کې ډيره ګته د پاکستان ده ځکه له یوې خوا له اقتصادي ستونزو سره مخ دی او له بلې خوا د بلوچستان سیمه چې څه ناڅه نارامه ده په بنسټیزو پروژو سره به ښه شي. له دې سره په پاکستان کې پانګونه د چین اوږد مهاله پلانونو لپاره له دې سربیره چې اقتصادي ګټې لري خپلو سیاسي موخو ته هم رسیدلی شي او په دې برخه کې هم د چین لپاره په پاکستان کې پانګونه ډیره ګټوره ده. په پاکستان کې لویه پانګونه د چین د امنیت لپاره بډې یا رشوه هم شمیرل کیږي. په ډې پانګونې سره پر پاکستان د چین نفوذ ډيریږي چې له مخې یي چین کولای شي په دې سره ددوی پر وړاندې د ترهګری کابو کول د تیر په پرتله آسانه کړي.

چینایان په بیلا بیلو برخو کې له هند سره د مخالفت له مخې له اسلام آباد سره ګډې ګټې لري خو د ترهګرۍ په هکله دا دواړړه هیوادونه په دوه بیلا بیلو اړخونو کې ولاړ دي.

چین په پاکستان کې د ترهګری د ودې او ددې بهیر د پیاوتیا څخه په ا ندیښنه کې دی. د ترکستان بهیر چی د چین له اویغوریانو رامنځ ته شوی په پاکستان کې روزل کیږياو کیدای شي د ناامنيو نوي بهیر چې د افغانستان شمال او په ځانګړې توګه بدخشان ته یي لمن غځیدلې په کتو سره دا وسله وال چین ته د ننه شي. چین د اسلام آباد د ترهګرو روزنی له لړۍ سره مخالف دی او په دې سره ویلی شو چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د ستونزو برخې هم شتون لري. پیکنګ هیله مندی دی ترڅو په خپل اقتصادي نفوذ سره وکولای شي د خپلو پولو امنیت خوندي کړي او له پآکستانه د ترهګرو او نورو وسله والو مخنیوی وکړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *