د حکومت بهرنی سیاست

ولسمشر چې د خپل حکومت ډیری برخه په سفرونو تیره کړې چې له امله یي تراوسه خپل نیمه تعطیل او مشارکتي حکومت نه دی بشپړ کړی او یواځې تیره انۍ په دې وتوانید ترڅو ولسي جرګې ته د باور رایو د تر لاسه کولو په موخه د دفاع وزیر پرته د کابینې پاتې غړي ور وپیژني، ډیره پاملرنه یي بهرني سیاست ته اړولې ده او په ډيرې چټکۍ سره د بهرني سیاست مهرې ځای پر ځای کوي. کله کله له دې داسې ښکاري چې ددې چټکتیا تر شا هیڅ فکري آند او سوچ شتون نلري.

په ګلخانه یي بهرني سیاست کې ددیپلوماسۍ لوړ پوړي چارواکي هماغه د ولسمشر شاوخوا ته راټول شوي لابیان دي، چې تر ډيره د بهرني سیاست په هکله بر آورد نلري. حکومت په دې آند دی چې د عرابو پلویتوب، به په هیواد کې د سولې او امنیت د ټینګښت لامل شي خو که چیرې د باور له مخې تاریخ ته وګورو، دا ډول برداشت ناسم دی.

د افغانستان تیر بهرني سیاست ته په کتو سره، دا سیاست تل څو اړخه وو. د پخواني ولسمشر حامد کرزي په تیره دیارلس کلنه واکمنۍ کې دا موضع څارل کیده. چې تر ډیره یي په دې برخه کې نظم او منځلارې ساتلې وه.

خو د ملي یوالي حکومت د خپل کار په لومړیو ورڅو له امریکه سره د امنیتي تړون په لاسلیک سره ، په عملي توګه د ناټو او امریکا شتون د آسیا په زړه کې تضمین کړ. له دې وروسته پاکستان ته په نږدي کیدو سره یي د سویلي آسیا له نورو هیوادنو سره اړیکې تر یوې کچې پرې کړې او اوس د عربستان ترځنګ په دریدو سره یي دا وښوده حکومت د پاکستان په آینه عربي هیوادونو ته کتل کیږي.

د هیواد بهرني سیاست ته له ګاونډیو او نورو هیوادونو سره د صفری ستونزې له مخې سمون ورکړل شوی و. خو اوس چی پریمن د سعودی عربستان له برید سره ډیری مخالفتونه هم شتون لري افغان حکومت اعلان کری چی د یمن له مشروع حکومت خخه ملاتر کوی. یمن له علی عبدالله صالح وروسته او حتی د پخواني دیکتاتور د واکمنۍ پر مهال هم د سیمن حکومت تر ډیره مشروعیت نه درلود، دې ته په کتو سره د عبدروبه منصور حکومت خو تر ډیره له دې برخې بې برخې دی. د منصور هادي په استعفي سره دا نیم بنده حکومت خپل ټول مشروعیت له لاسه ورکړ. د افغان حکومت دا بې خبري او یا عارفانه تجاهل د هیواد په بهرني سیاست کې ددې ښکارندویي کوي چې د هیواد بهرنی سیاست او امنیت بدلیدونکی دی. د بهرني سیاست دستګاه چې مشروعیت په یمن اړوند سیاست کې ښودل کیږي او اوس مهال په ډيری عربي هیوادونو کې تل پاټې سلطنتونه شتون نلري او هیځ مستمسک مشروع د ټول عمر لپاره د حکومتونو شتون څخه ملاتړ نه تر سترګو کیږي.

د ډيریو په آند افغانستان کې تورن دی چې هیڅ کله یي په بهرني سیاست کې ثابت نه دی پاتې شوی او تل یي بنسټیزه او سرسري تګلارې درلودلې دي. اوس ښاغلی غني دي چې د بهرني سیاست په برخ کې تر ډیره منفي بیړه کوي او حتی په ځینو برخو کې د افراط په کچه پر مخ ځي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *