په ایران کې په اورلګیدنه کې د ۳۳ تنو مرګ ژوبله
د ایران د پلازمینې تهران په «سینا اطهر» کلینک کې د اورلګیدنې په پایله کې،۱۹ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۴ تنه نور ټپیان شوي دي.
د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،تیره شپه د ۹ بجو په شاوخوا کې د تهران ښار د «سینا اطهر»په روغتیایي کلینک کې د یوې چاودنې وروسته اورلګیدنه رامنځته شوې ده.
د ایران د عمومې روغتیایي اړیکو اداره وایي چې په دې اورلګیدنه کې تر اوسه(د چنګاښ د ۱۱ سهار) پورې د ۱۵ ښځو او څلورو سړو په ګډون ۱۹ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۴ تنه نور ټپیان شوي دي.
العالم په خپل راپور کې راوړي دي چې په د دې پیښې د تلفاتو د زیاتیدو احتمال موجود دی.
لا تر اوسه ددې اورلګیدنې انګیزه مالونه شوي نه ده.