د کابل په چاودنه کې دوه تنه ټپیان شول

د کابل ښار په یولسمه حوزه کې د چسپکي ماین د چاودنې په پایله کې د یوه پولیس په ګډون دوه تنه ټپیان شوي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،دغه پیښه نن سهار(چنګاښ۱۴) د کابل ښار د یولسمې حوزې په مربوطاتو کې د پولیسو پر یوه موټر کې رامنځته شوي ده.

سرچینې وایي چې په دې پیښه کې د یوه پولیس او یو تن ملکي وګړي په ګډون دوه تنه ټپیان شوي دي.

لا تر اوسه کوم یو شخص یا ډلې ددې پیښې مسوولیت پر غاړه اخیستی نه دی.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو ورځو کې په کابل ښار کې د چسپکي ماینونو چاودنو زیاتوالی موندلی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *