د شمالي کوریا مشر امریکا ته د خپل هېواد د «کریسمیس» له ډالۍ پرده پورته کړه
د شمالي کوریا مشر اعلان وکړ چې په نوې میلادي کال کې یوه لرې وړونکي نوې وسله نړۍ ته وړاندې کوي.
د خاورمیانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،دا پیغام د امریکا او شمالي کوریا تر مینځ د اتومي وسلو څخه د کوریا د شبه جزیرې د پاکولو په مذاکراتو کې د موقف د بدلون لپاره واشنګټن ته د پیونګ یانګ د ورکړل شوي ضرب الاجل پر وروستۍ ورځ صادر شوی دی.
د شمالي کوریا دولتي اژانس راپور ورکړی دی چې «کیم جونګ اون» دا خبرې تیره شپه د حاکم ګوند«د کوریا کاریګر» سره په ناسته کې بیان کړي دي.
د شمالي کوریا مشر ټینګار کړی دی چې پیونګ یانګ به هیڅکله د اقتصادي ګټو لپاره د خپل امنیت څخه د امریکا د اقداماتو او اتومي ګواښونو سره د مقابلې لپاره صرف نظر ونه کړي.
د اپریل په میاشت کې «اون» امریکا ته ګواښ کړی وو چې یوازی د ۲۰۱۹ کال پورې موقع لري تر څو د خلع سلاح په مذاکراتو کې د یوې نوې لارې په نیولو سره د مذاکراتو میز ته راشي؛له دې پرته دې د خپلو مخکنیو عکس العملونو د پیغامونو اصرار ته په تمه اوسې.
همدارنګه شمالي کوریا د امریکا لپاره د «کریسمیس د ډالۍ» خبر ورکړی وو چې څیړونکو په مذاکراتو کې د پرمختګ نه ترسره کیدو ته په پام سره دا ډالۍ په یوې بلې توغندیزې ازموینې سره ارزیابي کړي وه.