ننګرهار کې ماین چاودنې پنځه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې

د ننګرهار چارواکي وایې، د دې ولایت خوږياڼو ولسوالۍ کې ماين چاودنې دوه وسله وال طالبان وژلي او درې نور یې ټپیان کړي.

د ننګرهار مطبوعاتي د فتر څخه خاورمیانه خبري اژانس ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي،  د ملي امنيت رياست د معلوماتو له مخې تېره ورځ د خوږياڼو ولسوالۍ اړوند  «درګې» سيمه کې پر وسله والو طالبانو ماين چاودنه کړې، چې له امله يې دوه وسله وال طالبان وژل شوي او درې ټپيان شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، په وژل شويو وسله والو طالبانو کې اصيل الدين او اسدالله او په ټپيانو کې منصور، شکور او ملاتور شامل دي.

د خبرپاڼې په حواله په ورته وخت کې پولیسو د جلال اباد ښار اوومې ناحيې کې د زين الله په نوم يو وسله وال طالب، چې اصلي د ميدان وردګو ولايت اوسيدونکی دی د يو ميل پيکا او ۲۹۰ فیره مرميو سره يو ځای نيول دی.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *