امریکا ته د ایراني چارواکو داخلیدل وځنډول شول
د امریکا جمهور ريیس د ایران د حکومت لوړپوړیو چارواکو او د هغوې اړونده کسانو ته دغه هېواد ته د ننوتو د محدودولو یا ځنډولو دستور صادر کړ.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې څخه په نقل دغه دستور وړمه شپه د ډونالډ ټرمپ له لوري لاسیک شوی دی.
په اعلامیه کې د ټرمپ څخه په نقل راغلی دي«دیته په پام سره چې د ایران دا تګ راتګ د منځني ختیځ سوله او ثبات او د هغې فکر ګواښي،ما پریکړه وکړه چې د متحده ایالاتو خوښه ده چې د ایران د لوړ پوړیو چارواکو او د هغوې د کورنۍ پر لمړۍ درجه غړیو چې څه مهاجرین دي او څه غیر مهاجرین د ننوتلو د محدودولو یا ځنډولو پریکړه وکړم».
د امریکا جمهور رییس وایي چې د بندیزونو له لګولو پرته د ایران د حکومتي چارواکو او د هغوې د کورنۍ د لمړۍ درجه غړیو ننوتل د امریکا په تاوان دي او د امریکا د اساسې قانون او نورو قوانینو له مخې د دې ډول کسانو د داخلیدو د ځنډولو یا بندولو په اړه فرمان صادر شوی دی.
د دې فرمان پر اساس د ایران لوړپوړي دولتي چارواکي، د هغوې د کورني لمړۍ درجه غړې او د ایران د استازیتوب پلاوو غړي په مهاجرتي یا غیر مهاجرتي ډول داخلیدو باندې بندیز لګیدلی یا ځنډول شوي دي.
په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته دنده ورکړل شوي ده چې دغه کسان وپیژني او ددې فرمان له مخې د کورني امنیت وزارت سره په مشوره اقدام ترسره کړي.
د امریکا او ایران تر مینځ کړکیچ په وروستیو ورځو کې د سعودي عربستان د تیلو پر لویو چاڼ ځایونو د بې پیلوټه الوتکو له پراخه بریدونو وروسته زیاتوالی موندلی او د ټرمپ د نوې فرمان صادریدل هم ددې کړکیچونو یوه برخه ده.
ایراني چارواکو لا تر اوسه په دې اړه نظر څرګند کړی نه دی.