امریکا ته د ایراني چارواکو داخلیدل وځنډول شول

د امریکا جمهور ريیس د ایران د حکومت لوړپوړیو چارواکو او د هغوې اړونده کسانو ته دغه هېواد ته د ننوتو د محدودولو یا ځنډولو دستور صادر کړ.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې څخه په نقل دغه دستور وړمه شپه د ډونالډ ټرمپ له لوري لاسیک شوی دی.

په اعلامیه کې د ټرمپ څخه په نقل راغلی دي«دیته په پام سره چې د ایران دا تګ راتګ د منځني ختیځ سوله او ثبات او د هغې فکر ګواښي،ما پریکړه وکړه چې د متحده ایالاتو خوښه ده چې د ایران د لوړ پوړیو چارواکو او د هغوې د کورنۍ پر لمړۍ درجه غړیو چې څه مهاجرین دي او څه غیر مهاجرین د ننوتلو د محدودولو یا ځنډولو پریکړه وکړم».

د امریکا جمهور رییس وایي چې د بندیزونو له لګولو پرته د ایران د حکومتي چارواکو او د هغوې د کورنۍ د لمړۍ درجه غړیو ننوتل د امریکا په تاوان دي او د امریکا د اساسې قانون او نورو قوانینو له مخې د دې ډول کسانو د داخلیدو د ځنډولو یا بندولو په اړه فرمان صادر شوی دی.

د دې فرمان پر اساس د ایران لوړپوړي دولتي چارواکي، د هغوې د کورني لمړۍ درجه غړې او د ایران د استازیتوب پلاوو غړي په مهاجرتي یا غیر مهاجرتي ډول داخلیدو باندې بندیز لګیدلی یا  ځنډول شوي دي.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته دنده ورکړل شوي ده چې دغه کسان وپیژني او ددې فرمان له مخې د کورني امنیت وزارت سره په مشوره اقدام ترسره کړي.

د امریکا او ایران تر مینځ کړکیچ  په وروستیو ورځو کې د سعودي عربستان د تیلو پر لویو چاڼ ځایونو د بې پیلوټه الوتکو له پراخه بریدونو وروسته زیاتوالی موندلی او د ټرمپ د نوې فرمان صادریدل هم ددې کړکیچونو یوه برخه ده.

ایراني چارواکو لا تر اوسه په دې اړه نظر څرګند کړی نه دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *