د غزني ولایت د خبریالانو د اتحادې په ریس وسله وال برید
د غزني ولایت دخبریالانو د اتحادې ریس په یوه وسله وال برید کې ټپي شوی.
د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې رحمت الله نیکزاد تیر ماښام خپل کور سره نږدې د غزني ښار غرب لور ته په «بابا حیدر» سیمه کې د وسله وال برید هدف وګرځید.
د غزني ولایت مطبوعاتي دفتر وایې چې په دغه برید کې د دې ولایت د خبریالانو د اتحادې ریس د پښې په برخه کې ټپي شوی دی.
سرچنې د دغې حملې علت نه دی څرګند کړی.
تراوسه کوم شخص او یاهم کومې ډلې د دې پیښې مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.