ننګرهار کې د یوه دیني عالم وژل کیدل
د ننګرهار چارواکي وایې، نامعلومو وسله والو تیر ماښام د بهسودو ولسوالۍ اړوند اخندزاده سیمه کې یو دیني عالم په ډزو وژلي.
د ننګرهار د امنیه قومندانۍ د مطبوعاتو مسول فرید خان خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: تیر ماښام د غویې په ( ۱۳) نیټه) نامعلو وسله والو د بهسودو ولسوالۍ اړوند په اخندزاده سیمه کې مولوي محمد حنیف په ډزو وژلی.
د یادې وژنې علت لا تراوسه څرګند نه دی او تر اوسه د یادې پیښو مسولیت هم چا په غاړه نه دی اخیستی.
د یادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې هم د نامعلو وسله والو له لورې د بهسودو ولسوالۍ اړوند په بلند غر سیمه یو ملا امام په ډزو وژلی ؤ.