د شمالي کوریا د توغندیو تازه ازموینه
د جنوبې کوریا د مالوماتو او موندونو له مخې ،پیویانګ یانګ تازه د توغندیو څو ازموینې ترسره کړي دي.
د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې، د جنوبي کوریا دولتي رسنیو له جملې څخه « یونهاپ» راپور ورکړی دی چې شمالي کوریا نن سهار( غویي ۱۴) څو د«لنډ واټن» توغندیو ازموینه کړي ده.
په راپور کې راغلي دي چې دغه توغندي د«هودو» د خلیج په نظامي هډې کې ازمایل شوي او د ۷۰ څخه تر ۲۰۰ کیلومترو واټن تر مینځ په نښه شوي اهداف ویشتلی شي.
په ویتنام کې د کیم جونګ اون او ډونالډ ټرمپ تر مینځ د بې پایلې ناستې او د«پوتین» سره د «اون» د لیدنې وروسته دا د شمالي کوریا د توغندیو لمړنۍ ازموینه ده.
شمالي کوریا تیره میاشت هم اعلان کړی وو چې څو زیرکې او کنټرولیدونکې وسلې یې ازمایلي دي.