ننګرهار کې د یوه دیني عالم وژل کیدل

د ننګرهار چارواکي وایې، نامعلومو وسله والو تیر ماښام  د بهسودو ولسوالۍ اړوند  اخندزاده سیمه کې یو دیني عالم   په ډزو وژلي.

د ننګرهار د امنیه قومندانۍ د مطبوعاتو مسول فرید خان  خاورمیانه خبري اژانس ته وویل:  تیر ماښام د غویې په ( ۱۳)  نیټه)  نامعلو وسله والو د بهسودو ولسوالۍ اړوند په اخندزاده سیمه کې مولوي محمد حنیف په ډزو وژلی.

د یادې وژنې علت لا تراوسه څرګند نه دی او تر اوسه د یادې  پیښو مسولیت هم چا په غاړه نه دی اخیستی.

د یادونې وړ ده، چې  څو ورځې وړاندې هم  د نامعلو وسله والو له لورې د بهسودو ولسوالۍ اړوند په بلند غر سیمه یو ملا امام  په ډزو وژلی ؤ.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *