د غزني د «شمس العارفین» زیارت په بمونو والوزول شو
ناپیژانده وسلوالو د غزني ښار په شمال ختیځ کې د«شمس العارفین» په نوم مشهور زیارت پر ماینونو الوزولی او زیانمن کړی دی.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،ناڅرګنده وسلوالو تیره شپه د غزني په ښار کې یو زیارت په ماینونو الوزولی دی.
د غزني ولایت مطبوعاتي دفتر خبر ورکړی دی چې دغه زیارت د «شمس العارفین» اړوند دی او په دې چاودنه کې زیانمن شوی دی.
سرچینې ویلي دي چې شیخ عبدالواحد چې د شمس العارفین لقب ورکړل شوی د اسلام دعرفان او تصوف د مشرانو څخه شمېرل کیږي،په ۶۰۱ هجري قمري کې وفات شوی او د نوموړي قبر په غزني ښار کې خلکو ته د احترام وړ دی.
د «شمس العارفین» زیارت د پیریانو نیولو ناروغانو د ستونزو د رفع کولو لپاره وو چې هره ورځ ورته د مختلفو ولایتونو څخه لسګونو تنو تګ راتګ درلود.
لا تر اوسه کوم یو شخص یا ډلې ددې پیښې مسوولیت پر غاړه اخیستی نه دی.