په لندن کې د افغانستان سفېر، د ۲۰۱۹ کال د اسیا او اقیانوسیه غوره ديپلومات
په انګلستان کې د افغانستان سفېر د يپلوماتانو د مجلس له لورې،د اسیا او اقیانوسیه بهترین ډیپلومات ټاکل شو.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د انګلستان چاپ ديپلومات مجلې تیره شپه په یو لړ ځانګړو مراسمو کې سید طیب جواد د اسیا او اقیانوسیې د سیمې د غوره ديپلومات په توګه انتخاب کړی دی.
په لندن کې د افغانستان د سفارت په مالوماتو کې راغلي دي چې «دیپلومات مجلې» له لوري هر کال په انګلستان کې د اسیا او اقیانوسیې د هېوادونو ديپلوماتانو او سفیرانو ته د کال د غوره ديپلومات جایزه ورکول کیږي.
په همدې اساس،ددې جایزې څخه موخه د دیپلوماتانو د فعالیتونو او لاسته راوړنو قدردانی او هرکلی کول دي.
سید طیب جواد په داسې حال کې دا جایزه تر لاسه کړي ده چې نوموړی دوه کاله وړاندې په انګلستان کې د افغانستان د سفیر په توګه معرفي شوی وو.
تیر کال جاپان ددې جایزې ګټونکې اعلان شوی وو.