ننګرهار کې نامعلومو وسله والو دوه کسان وژلي

د ننګرهار چارواکي وایې، نامعلومو وسله والو د جلال اباد ښار پنځمې ناحې ناحې کې یو سپین ږیری او د بهسودو ولسوالۍ اړوند بلند غر سیمه کې یو ملا امام په ډزو وژلي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: نن چهار شنبه د غویې په ( ۱۱) نیټه) سهار مهال نامعلو وسله والو د جلال اباد ښار اړوند پنځمې ناحې په انګور باغ سیمه کې یو سپین ږیری په ډزو وژلی.
خوږیاڼی زیاتوي همدارنګه د بهسودو ولسوالس د بلند غر سیمه کې د یادې سیمې د مسجد ملا امام هم نامعلوم وسله والو وژلی دی.
د یادو وژنو علت لا تراوسه څرګند نه دی او تر اوسه د یادو پیښو مسولیت هم چا په غاړه نه دی اخیستی.

د یادونې وړ ده، چې تیره ورځ هم په جلال اباد ښار کې یو ټرافیک پولیس او یو موټر چلوونکی د نامعلو وسله والو په ډزو و وژل.

د هدفي وژنو د مخنیوي په موخه د ننګرهار یو شمیر اوسیدونکو نن په لاریون هم لاس پورې کړ او له چارواکو یې غوښتنه وکړه، چې په جلال اباد ښار کې دې د هدفي وژنو مخه ونیسي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *