په لندن کې د افغانستان سفېر، د ۲۰۱۹ کال د اسیا او اقیانوسیه غوره ديپلومات

په انګلستان کې د افغانستان سفېر د يپلوماتانو د مجلس له لورې،د اسیا او اقیانوسیه بهترین ډیپلومات ټاکل شو.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د انګلستان چاپ ديپلومات مجلې تیره شپه په یو لړ ځانګړو مراسمو کې سید طیب جواد د اسیا او اقیانوسیې د سیمې د غوره ديپلومات په توګه انتخاب کړی دی.

په لندن کې د افغانستان د سفارت په مالوماتو کې راغلي دي چې «دیپلومات مجلې» له لوري هر کال په انګلستان کې د اسیا او اقیانوسیې د هېوادونو  ديپلوماتانو او سفیرانو ته د کال د غوره ديپلومات جایزه ورکول کیږي.

په همدې اساس،ددې جایزې څخه موخه د دیپلوماتانو د فعالیتونو او لاسته راوړنو قدردانی او هرکلی کول دي.

سید طیب جواد په داسې حال کې دا جایزه تر لاسه کړي ده چې نوموړی دوه کاله وړاندې په انګلستان کې د افغانستان د سفیر په توګه معرفي شوی وو.

تیر کال جاپان ددې جایزې ګټونکې اعلان شوی وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *