د ولسي جرګې د دارالانشاء نوی رئیس وټاکل  شو

جمهور رئیس په یوه تازه حکم کې د ولسي جرګې د دارالانشاء نوی رئیس وټاکه.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،عبدالقادر ځاځی نن د ( غویي ۱۰) د جمهور رئیس له لوري د ولسې جرګې د دارالانشاء د رئیس په توګه وټاکل شو.

د جمهور رئیس په حکم کې چې د جمهوري ریاست د عمومې  دفتر د عالي مقام له خوا خپره شوي راغلي دي چې«د اساسي قانون د ۶۴ مادې ۱۳فقرې له مخې د ملې شورا ولسي جرګې د دارالانشاء د عمومي رئیس په توګه په خارج رتبه بست باندې د عبدالقادر ځاځي ټاکل کېدل منظور دي. د خدای (ج) نوموړي ته په خپلو چارو کې بریا غواړم».

نوموړې له دې وړاندې په تیره دوره کې د ولسي جرګې د منشي په توګه دنده ترسره کړي ده.

ځاځی وطندوست په داسې حال کې د ولسي جرګې د دارالانشاء د رئیس په توګه ټاکل کیږي چې د ولسي جرګې د دار الانشاء پخوانی رئیس «خدای نظر نصرت» چې دوه کاله وړاندې په درغلۍ تورن شوی وو،څه وخت وړاندې د هندوستان د سغر څخه وروسته له هماغه ځایه د ولسې جرګې  دارالانشاء ته خپله استعفی رالیږلي وه.

دا په داسې حال کې ده چې  د تیرې اوونۍ د جمعې په ورځ د کابل او پکتیا ولایتونو د وکیلانو د ګډون پرته د ولسمشر له لوري د ولسې جرګې نوي دوره پرانیستل شوه چې ټاکل شوي ده د لویې جرګې له پای ته رسیدو وروسته به خپل کار ته دوام ورکړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *