د مسنجر، واټساپ او اینسټګرام یوبل کې مدغم کول
د فیسبوک شرکت په پام کې لري تر څو خپلې درې ټولنیزې پیغام رسونکي پاڼې یو په بل کې سره ګډې کړي.
د خاور میانه خبرې اژانس د ټیکنالوژۍ د برخې د راپور له مخې د فیسبوک دغه اقدام د مسنجر، واټساپ او اینسټګرام لپاره دی چې یو بل سره ونښلول شي.
ددې اقدام د عملي کیدو په صورت کې به ددغه اپلیکیشنونو څخه د هر یوه درلودونکې به ددغه دریو اپلیکشنونو د درلودلو پرته کولای شي بل اپلیکیشن ته پیغام ولیږي.
یعنې یوازې د واټساپ په درلودلو سره کولای شي چې مسنجر او اینسټګرام ته هم پیغامونه واستوي.
په همدې موخه د فیسبوک مؤسس او کاري مدیر مارک زاګربرګ، داسې پروژه تر لاس لاندې نیولي ده چې د بریالیتوب په صورت کې به د پیسبوک سلګونو میلیونو کارونکو ته اجازه ورکول کیږي چې د یوه اپلیکیشن څخه بل ته پیغام ولیږدوي.
ویل کیږي چې ددې پروژې عملې کول به د روان میلادي کال تر پایه پورې اوږد وخت ونیسي.