جلال اباد کې چاودنې

جلال اباد کې چاودنې  له یوې  ماشومې ژوند واخیست.

د ننګرهار د امنیه قومتدانۍ د مطبوعاتو مسول فرید خان خاورمیانه  خبري اژانس ته وویل نن شنبه د ( سلواغۍ په ۶ نیټه)  د سهار په ۹:۱۵ دقیقو د ننګرهار د  مرکز جلال اباد ښار اړوند د  څلورمې حوزې ته څیرمه چاودنه رامنځ ته شوې چې په پایله کې یې یوه ماشومه نجلۍ وژل شوې.

نوموړی زیاتوي دغه چاودنه د ماین پاکۍ په یوه  ډاډسن موټر د نښلول شوي ماین له امله رامنځ ته  شوې، چې د یاد موټر چلوونکی هم په کې ټپي شوی دی.

تر اوسه د چاودنې مسوولیت کومې ډلې او یاهم کوم شخص په غاړه نه ده اخیستې.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *