په پنجشیر کې غر ښویدنې مالي او ځاني تلفات اړولي دي
د پنجشیر سیمه ایز چارواکي د دې ولایت د خنج ولسوالۍ پیشغور کلې یوه جهیل ته نږدې د غره ښویدنې او سیلابونو د راوتنې په پایله کې د هستوګنې ۵۰۰ کورونو د له مینځه تلو او د ۱۰ تنو څخه زیاتو کسانو وژنې خبر ورکړی دی.
د خاور میانه خبرې آژانس د راپور له مخې ،د پنجشیر د والي ویاند محمد منصور د دې خبر په تاییدولو سره وویل چې دغه پیښه تیره شپه د چنګاښ په ۲۰ نیټه د دې ولایت د خنج ولسوالۍ د پیشغور په کلي کې رامنځته شوي ده چې ۵۰۰ څخه زیات کورونه او نقلیه وسایط یې تخریب او د اوبو څخه لاندې کړي دي.
منصور زیاته کړه تر اوسه د دې پیښې ۱۴ تنه وژل شوي کسان راپور شوي دي او ګمان کیږي چې د قربانیان په شمېر کې زیاتوالی راشي.
د منصور د خبرو پر اساس۱۰ تنه نادرکه دي او همدارنګه څو هکټاره کرنیزه ځمکه هم له مینځه تللي ده.
په همدغه حال کې د سیمې اوسیدونکي په بد وضعیت کې قرار لري او د لمړنیو مرستو غوښتنه کوي.