په پنجشیر کې غر ښویدنې مالي او ځاني تلفات اړولي دي

د پنجشیر سیمه ایز چارواکي د دې ولایت د خنج ولسوالۍ  پیشغور کلې یوه جهیل ته نږدې د غره  ښویدنې او سیلابونو د راوتنې په پایله کې د هستوګنې  ۵۰۰ کورونو د له مینځه تلو  او د ۱۰ تنو څخه زیاتو کسانو  وژنې خبر ورکړی دی.

د خاور میانه خبرې آژانس د راپور له مخې ،د پنجشیر د والي ویاند محمد منصور د دې خبر په تاییدولو سره وویل چې دغه پیښه تیره شپه د چنګاښ په ۲۰ نیټه د دې ولایت د خنج ولسوالۍ د پیشغور په کلي کې رامنځته شوي ده چې  ۵۰۰ څخه زیات کورونه او نقلیه وسایط یې تخریب او د اوبو څخه لاندې کړي دي.

منصور زیاته کړه تر اوسه د دې پیښې ۱۴ تنه وژل شوي کسان راپور شوي دي او ګمان کیږي چې د قربانیان په شمېر کې زیاتوالی راشي.

د منصور د خبرو پر اساس۱۰ تنه نادرکه دي او همدارنګه څو هکټاره کرنیزه ځمکه هم له مینځه تللي ده.

په همدغه حال کې د سیمې اوسیدونکي په بد وضعیت کې قرار لري او د لمړنیو مرستو غوښتنه کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *