د شمالي ولایتونو د اعتراض کوونکو د عدالت غوښتنې د چیغې په اړه ددولت سکوت

د هیواد د شمالي ولایتونو د اوسیدونکو اعتراضونه اتمې ورځې ته ورسیدل مګر دولت تر اوسه پورې دغه اعتراضونه کم اهمیته بللي دي او ددغه اعتراض کوونکو غوښتنو ته یې ځواب ورکړی نه دی.

د خاور میانه خبرې آژانس د راپور له مخې،د اعتراض کوونکو غوښتنې د ” جنرال دوستم په راستنیدو او په فاریاب کې د جنرال دوستم ددفاعي چارو نماینده نظام الدین قیصاري په ازادیدو باندې مبني وي” او همدارنګه د جمهور رییس د ” استعفا” غوښتنه یې کوله.

د نن ورځې لاریونونه چې د افغانستان لپاره د نجات ایتلاف له لورې په لاره اچول شوي وو د ۴۰ زرو څخه زیاتو کسانو په دې لاریونونو کې کډون کړی وو.

ددې اعتراضونو لمن هغه وخت پراخه شوه کله چې د نظام الدین قیصاري او د ازبک تبار کمانډویي سرتیرو د جسدونو انځورونه خپاره شول چې د هیواد د کمانډو ځواکونو لخوا وژل شوي وو.

اوس مهال دغه اعتراضونه د افغانستان د شمال په څو ولایتونو کې دوام لري او د هرې ورځې په تیریدو سره ددوې څپې پراخیږي مګر تر اوسه پورې افغان دولت دې اعتراض کوونکو ته کوم ځواب ورکړی نه دی.

دا په داسې حال کې ده چې لاریون کوونکي وایي تر څو چې جنرال دوستم هیواد ته راستون نه شي او نظام الدین قیصاري ازاد نه شي خپلو لاریونونو ته به دوام ورکړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *