د ټاکنو کمیسیون؛ په ۶ شمالي ولایاتو کې اعتراض کوونکو ددې کمیسیون دفترونه تړلي دي

د هیواد په شمال کې اعتراض کوونکو د نظام الدین قیصاري د ازادیو او د جمهوري ریاست د لمړي مرستیال جنرال دوستم د بیرته راستنیدو پر غوښتنو د زور راوړنې لپاره د شمال د ۶ ولایتونو د ټاکنو د خپلواک کمیسیون دفترونه تړلي دي.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند حفیظ الله هاشمي وایي چې دغه اعتراض کوونکو په تخار،سمنګان،سرپل،جوزجان،فاریاب او بلخ ولایتونو کې د ټاکنو د کمیسیون ولایتي دفترونه تړلي دي.
هاشمې د اعتراض کوونکو په دې کار نیوکه کوي او خبردارې ورکوي چې په دې نازکه حالاتو کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د ولایتي دفترونو تړل کیدل دغه بهیر له ستونزو سره مخ کولای شي او پر پارلماني او د ولایتي شورا ګانو پر ټاکنو منفي اغیزې پریباسي.
ټاکل شوي ده د ټاکنو خپلواک کمیسیون به نن ورځ په دې اړه یوه بیړنۍ ناسته هم دایره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې اعتراض کوونکو په تیرو ورځو کې حکومت ته خبرداری ورکړی وو چې که چیرته ددوې غوښتنو ته رسیده ګي ونه شي د ټاکنو د خپلواک کمیسیون او ټول دولتي مرکزونه به وتړي.
د اعتراض کوونکو په وینا دولت تر اوسه ددوې غوښتنو ته هیڅ ځواب ورکړی نه دی او اعتراضونه مو د حکومت له لورې کم اهمیته بلل شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *