په چین کې د ۳۵۰ کیلومترو په چټکوالي سره چټک تلونکی قطار

په نړۍ کې د لومړي ځل لپاره په یوه ساعت کې د ۳۵۰ کیلومترو په سرعت سره چټک بار وړونکي قطار په چین کې په کار پیل وکړ.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالي برخې د راپور له مخې دغه قطار په رسمي ډول د CRRC ټانګ شان شرکت په تولید شوي کرښه پاې ته ورسید او تیره شپه یې خپل فعالیت پیل کړ.

“سي جي ټي این “په خپل راپور کې راوړي دي چې چټک باروړونکي قطارونه کولای شي د ۶۰۰ څخه تر ۱۵۰۰کیلومترو سړکونو کې تر کار واخیستل شي.

ددې قطارونو لویه ګټه؛ په مختلو موسمي حالاتونو کې چټک لیږد رالیږد،لوړ ظرفیت او د لګښتونو د کموالي همغږي بلل شوي ده.

په یوه ساعت کې د ۳۵۰ کیلومترو په سرعت سره ددغه قطارونو جوړول به د چین د ریلي لیږد رالیږد د نوښتونو په کچه کې د پام وړ پرمختګ وکړي.

دغه قطار به د اینچوان او شي ان ښارونو تر مینځ واټن چې اوس مهال ۱۴ ساعته دی،درې ساعتونو ته راکم کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *