په کابل کې د چسپکي ماینونو د چاودنو پر جرم څلور تنه ونیول شول

ملي دفاع وزارت وایي د طالبانو په ډلې پورې تړلي څلور تنه یې نیولي چې په کابل کې یې په هدفي وژنو او د نښلونکو «مقناطیسي» ماینونو په چاودنو کې لاس درلود.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،چې د ملې دفاع وزارت د نن ورځې (تلې۱۱) له خبرپاڼې څخه یې نقل کړي دي دغه څلور تنه تیره شپه په پغمان ولسوالۍ کې د ملې اردو د ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه کسانو په کابل ښار کې هدفي وژنې ترسره کولې او  په دولتي موټرونو کې چسپکي ماینونه ځای پرځای کول.

ملې دفاع وزارت وایي چې نیول شوي کسان مولوي صداقت چې په «خطري»مشهور دی د کابل ښار په ۵ او ۱۳ ناحیه کې د هدفي وژنو او چسپکي ماینونو مسوول، د مولوي صداقت د ډلې غړی روح الله مشهور په «زورکی»،د چسپکي ماینونو د نصب مسوول، سمیع الله مشهور په صدیق الله د طالبانو د ډلې ۱۰ کسیز سرګروپ او جان اغا مشهور په «لونګی» چې د چسپکي ماینونو د لیږد مسوولیت یې په غاړه درلود نیول شوي دي.

دغه کسان په داسې حال کې نیول کیږي چې په وروستیو ورځو کې د چسپکي ماینونو چاودنو د کابل د خلکو لویې اندیښنې راپارولي او نږدې هره ورځ رامنځته کیږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *