ننګرهار کې ۱۵ سوه لیتره شراب نیول شوي

د ننګرهار چارواکي وايي په ننګرهار کې د ملي امنيت ځواکونو د جلال اباد ښار په اوومې ناحيې مربوطاتو کې په يو ټيلر موټر کې ځای پر ځای شوي ۱۵ سوه لېتره شراب يو تن سره يو ځای نيولي، چې ياد توکي د ليندۍ په ۱۱مه ملي امنيت رياست کې رسنيو ته وښودل شول.

د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې ، د دې ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي وويل، چې ياد شراب په پنځوس ديرش لېتره بوشکو کې ځای پر ځای شوي د جلال اباد ښار اوومې ناحيې رينګ روډ سيمه کې په بې پلېټه ټيلر موټر کې د ملي امنيت ځواکونو له لوري نيول شوي.

نوموړي زياته کړه همدا راز د ملي امنيت ځواکونو د قريشي په نامه نهه زره بوتله شربت، چې له محصول پرته لېږدول کېدل د ملي امنيت ځواکونو له لوري په ياد ټيلر موټر کې ترلاسه شوي دي.

هغه زياته کړه، چې ۱۸۵۰ بېلابېل ډوله لويې او وړې د مرمرو تختې چې محصول شوې نه وې هم په ياد موټر کې ترلاسه شوي دي.

د خوږياڼي په وينا د يادو توکو په تور د نشان محمد په نوم يو کس، چې د پاکستان هېواد اوسيدونکی دی نيول شوی دی.

د والي وياند همدا راز وويل، چې د ملي امنيت ځواکونو د روانې اوونۍ په اوږدو کې يو انسان تښتوونکی او يو وسله وال طالب د جلال اباد ښار په مربوطاتو کې نيولي، چې په خپلو جرمونو يې اعتراف کړی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *