په قطر کې د طالبانو له پلاوي سره د ایران د سفیر لیدنه
په قطر کې د ایران سفیر د طالبانو له پلاوي سره لیدلي او په دوحه کې د سولې د مذاکراتو په اړه یې ورسره بحث کړی دی.
د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند،محمد نعیم پر خپلو ټویټر لیکلي دي چې دغه لیدنه تیر ماښام په دوحه کې ترسره شوي ده.
د نوموړي پر وینا،په دغه لیدنه کې «قاري دین محمد حنیف»او «حمید رضا دهقاني»د سولې د مذاکراتو په اړه سره غږیدلي دي.
نعیم وایي چې په ناسته کې د دواړو لوریو پلاوو هم ګډون درلود او د «دواړو هېوادونو پر اړونده موضوعاتو خبرې اترې ترسره شوي».
دا په داسې حال کې ده چې ویل کیږي د افغانستان د جمهوري ریاست او طالبانو پلاوي له درې میاشتو وروسته پر طرزالعمل هوکړې ته رسیدلي دي.
مګر لا تر اوسه هم دوه اړخیزه ګډه ناسته ترسره شوي نه ده.