د «مډرنا» په نوم د کرونا نوې واکسین د ۹۵ سلنه اغیزې سره

یو امریکایي شرکت وایي چې د «کرونا»پر وړاندې د مبارزې لپاره ددې شرکت تولید شوي واکسین ۹۵ سلنه اغیزمن ثابت شوي او ایمني حالت رامنځته کوي.

د خاورمیانه خبرې اژانس د روغتیایي برخې د راپور له مخې،د «مدرناModerna»شرکت اعلان کړی چې دغه ازمایښتي واکسین بریالي شوي دي.

د دغه شرکت مسوولین وایي نیت لري ترڅو په راتلونکو څو اوونیو کې په بیړنیو حالاتو کې ددې واکسینو څخه د کار اخیستلو د اجازې د ترلاسه کولو اقدام وکړي او د بریالي کېدو په صورت کې ترې استفاده وشي.

د دغه شرکت د مالوماتو له مخې،د مدرنا واکسین ۳۰ زره امریکایانو ته په داسې ډول ترزیق شوي چې ځینو ته د څلور اوونیو په واټن کې شوي او نیمایي نور ګډونوال د بې اغیزې واکسینو د ترزیق شاهدان ول.

د لاسته راغلو پایلو له مخې،په ازموینه کې د کوویډ ۱۹ ،۱۱ حادي پیښې کتل شوي دي؛مګر په هغه کسانو کې چې واکسین ورته ترزیق شوي وو هیڅ ډول پیښه لیدل شوي نه دي.

یوه اوونۍ وړاندې «فایزر»درمل جوړولو شرکت د «بیو ان تک»شرکت په همکارۍ د کرونا واکسین جوړ کړل،چې له ۹۰ سلنې زیات د کرونا ویروس د انتقال مخنیوی یې کاوه.

دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ زیات هېوادونه د کرونا د دویمې څپې سره مخ شوي او یو شمېر نورو هېوادونو بیاځلې د قرنطین شرایط وضع کړي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *