په افغانستان کې د استرالیايي سرتیرو د ناوړه چلند ادعا پر څیړلو ټینګار

د بشري حقوقو څخه د ملاتړ یو شمېر نهادونو د اسټرالیا د لوړ رتبه چارواکو څخه په یوه لیک کې په افغانستان کې ددغه هېواد د سرتیرو د ناوړه چلند د ادعا په اړه د تحقیقاتو د پایلو د خپریدو غوښتنه کړې ده.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې دغه لیک ۲۵ اسټرالیایي،افغاني او نړیوالو سازمانونو او نهادونو چمتو او ترتیب کړی او د استرالیایي چارواکو په اختیار کې یې ورکړی دی.

د بي بي سي په راپور کې راغلي دي چې دغه سازمانونو په لیک کې لیکلي دي؛له هغه څیړنو څخه چې د استرالیا دفاع وزارت ددغه هېواد د ځواکونو د بد چلند د ادعاوو په اړه چې د ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۱۶ کال پورې په افغانستان کې ترسره کړی خبر دي او ددغه څیړنو د غیرمحرمو برخو د خپریدو غوښتنه کوي.

د دغه لیک په خپریدو کې د بخښنې نړیوال سازمان،د عدالت نړیوال سازمان،د کوچنیانو د ساتنې سازمان،د اروپا د بشري حقوقو مرکز،د بشري حقوقو څو استرالیایي نهادونو او د «په افغانستان کې د انتقالي عدالت د همغږۍ ډلې»په نوم  د بشري حقوقو ۱۹ نهادونه مهم رول لري.

په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د اسټرالیایي ځواکونو ناوړه چلند همیشه خبر ساز وو؛مګر لا تر اوسه د ښکیلو دولتونو یا هم نړیوالو سازمانونو له لورې په دې اړه  جدې څیړنې ترسره شوي نه دي.

یوازې د اسټرالیا دفاع وزارت په دې اړه محرم تحقیقات ترسره کړي او اوس د بشري حقوقو ادارو ددغه څیړنو د خپریدو غوښتنه کوي.

په دغه لیک کې راغلي دي چې د اسټرالیایي ځواکونو څخه په تحقیقاتو کې د ۵۵ کوچنیانو د غیرقانوني وژلو او د ملکي وګړو او نیول شویو جنګیالیو سره د بې رحمه چلند ترسره کېدل شامل دي.

دغه سازمانونه غواړي چې د بدچلند د ترسره کېدو ثبوت شوي پیښې د قانوني لارو څخه وڅیړل شي او ویلي یې دي چې ددې څیړنو خپریدل د بشر  نړیوالو حقوقو ادارو ته د اسټرالیا له لورې د احترام او ترسره شویو ژمنو د عملي کېدو یوه برخه ده.

په ۲۰۱۷ کال کې په افغانستان کې د اسټرالیا د ځانګړو ځواکونو د کړنو په اړه سلګونه پاڼې شواهد د «ای بي سي»خبرې شبکې په واک کې ورکړل شوي او دغه رسنۍ ددغه اسنادو یوه برخه چې دغه ځواکونو په ارزګان ولایت کې ملکي وګړي او کوچنیان وژل خپره کړې وه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *