د ننګرهار د جلغوزیو په حاصلاتو کي به سږکال ۳۸ سلنه زياتوالي راشي

د ننګرهار ولایت د کرنې ریاست مسولین وایې، په دې ولایت کې  ۷۰۵۹۴,۴ هکتاره د غوزانو ، جلغوزیو او نورو میوه لرونکو اوغیر میوه لرونکي طبیعی ځنګلونه شته، چي له دې جملی څخه ۱۶,۵ سلنه یی د جلغوزیو ځنګلونه دي.

د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې،د ننګرهار د کرنې او مالدارې ریاست د معلوماتو له مخې،  په ۱۳۹۸ کال کې د ننګرهار د جلغوزیو ټول تولید ۴۵۵ ټنه وو.

یاد ریاست زیاتوي، سږ کال یې ۲۲۰ تنو ته چې د جلغوزیو ځنګلونه لري کرنیز وسایل او د جلغوزیو د ښې روزنې او راټولونې په اړه عامه پوهاوی ورکړی او تمه  ښایې، چې  سږ کال به د ننګرهار د جلغوزیو په حاصلاتو کي ۳۸ سلنه زیاتوالی راشي .

د یادونې ده، د ننګرهار په اتو ولسوالیو حصارک، شیرزاد، خوګیانو، پچیراګام، هسکه مینه، کوټ، اچین او سپین غر کي ۱۱۶۰۹.۲۶ هکتاره ساحه کې د جلغوزیو طبیعي ځنګلونه شتون لري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *