ننګرهار کې د داعش دوه غړي نیول شوي

د ننکرهار ولایت مسولین وایې، د دې ولایت مرکز جلال اباد ښآر کې ملي امنیتي ځواکونو د داعش ډلې دوه مهمم غړي نیولي دي .

د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې ، د ننګرهار ولايت د رسنیو دفتر وایي، د دې ولایت په مرکز جلال اباد ښار اتمې ناحيې کې د ملي امنيت ځانګړې قطعې عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې د داعش وسله والې ډالې مالي او مطبوعاتي مسئولين او دوه غړي نور نيولي دي.

همدرانګه سرچینه زیاتوي، د دې  ولايت شېرزادو ولسوالۍ ګدام کلا سيمه کې تېره شپه د امنيتي ځواکونو په هوايي بريد کې دوه وسله وال مخالفين وژل شوي او يو ټپي شوی دی.

سرچینه زیاتوي ، په دې بريد کې بل چاته زيان نه دی اوښتی.

داعش او طالب وسله والو ډلو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *