خلیلزاد د تاوتریخوالي پر زیاتیدو «خواشینی» دی
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتیدو اندیښنه ښکاره کړي او دغه تاوتریخوالی یې د ملکي وګړو د وژنې عامل یاد کړی دی.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې، زلمی خلیلزاد وایي چې د سولې د خبرو اترو هم مهاله په وروستیو ورځو کې په افغانستان کې تاوتریخوالي زیاتوالی موندلی دی.
نوموړي په خپل ټویټر اکونټ لیکلي دي:«په تیرو څو ورځو کې په څرګند ډول په افغانستان کې تاوتریخوالي زیاتوالی موندلی دی. د دې تاوتریخوالي زیاتیدل خواشینوکی دی ځکه چې په دې کې د ملکي وګړو په ګډون ګڼ شمېر افغانان وژل کیږي. »
خلیلزاد د تاوتریخوالي د بندیدو غوښتونکی دی.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي چې پخپله یې د واشنګټن او طالبانو تر مینځ د سولې هوکړه لیک لاسلیک کړ،په داسې حال کې په هېواد کې د تاوتریخوالي پر زیاتیدو اندیښنه ښودلي چې د هېواد په زیاتو برخو کې د تیرو ورځو په جریان کې چاودنې او بریدونه ترسره شوي دي.
له بله پلوه په قطر کې د سولې بین الافغاني خبرې اترې اوس هم جریان لري.