په قطر کې مذاکرات؛ په میدان وردګ کې ناورین

په داسې حال کې چې اوس هم په قطر کې د سولې بین الافغاني مذاکرات روان دي،په میدان وردګو ولایت کې پر پولیسو ځواکونو باندې د وسله والو طالبانو په کمین کې یو شمېر پولیس سرتیري وژل شوي دي.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،وسله والو طالبانو پرون ماښام د میدان وردګو ولایت مرکز ته نږدې د پولیسو مرستندویه ځواکونو ته کمین نیولی وو.

د میدان وردګو ولایت د ولایتي شورا غړي احمد جعفري د خاور میانه خبرې اژانس ته څرګنده کړه چې د طالبانو له لوري ولایت ته نږدې ددغه ولایت د پولیسو د قومندانۍ د امنیت د امر د محاصره کېدو «اوازه» خپره شوه.

نوموړي څرګنده کړه چې د امنیت د امر د خلاصولو لپاره سیمې ته مرستندویه ځواکونه ولیږل شول؛مګر هغوې د طالبانو له درانه او سخت کمین سره مخامخ شوي دي.

جعفري څرګنده کړه چې ددې کمین په پایله کې ۱۶ تنه پولیس سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړی او پینځه تنه نور لادرکه شوي دي.

د سیمې یو شمېر خلک دغه پیښه یو«ناورین»ګڼي او وایي چې طالبانو د یو شمېر وژل شویو سرتیرو څخه سرونه پرې کړي دي.

همدغه راز په بغلان کې سرچینې وایي چې ددغه سرتیرو زیاته برخه ددغه ولایت د اندراب د سیمې اوسیدونکي وو.

وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه خپل نظر څرګند کړی نه دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *