کونړ کې د لشکر طیبې پنځو غړو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کونړ چارواکي وایې د دې ولایت اسمار ولسوالۍ کې د لشکر طیبې ډلې درې تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي .

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمیم خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: تېره شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو اسمار ولسوالۍ کې عملیات کړي، چې په کې د لشکر طیبې درې پاکستاني وسله وال وژل شوي او دوه ټپیان شوي دي.

دا لومړی ځل نه دی، چې کونړ کې د لشکر طیبې ډلې غړي وژل کیږي بلکې مخکې له دې هم څو ځله د ډلې جنګیالیوته په دې ولایت کې د  مرګ ژوبلې راپورونه ورکول شوي .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *